اشاعتیں

اگست, 2023 سے پوسٹس دکھائی جا رہی ہیں

هغه کوڅه . صاحب شاه صابر

تصویر
 صاحب شاه صابر په زړه پورې غزل هغه کوڅه ستاسو په درانه خدمت کې وړاندي کوم هيله ده چې د خوښي وړ به مي وګرځي   هغه کوڅه   زه اوس هم کله کله  دَ خپل عادته مجبور  دَ محبته مجبور  په هغه لاره ځمه  هغه کوڅې ته ګورم  هغه کوڅه چې چرې  ستا دَ لیدو ځائے وو  دَ اوسېدو ځائے وو  ما ته جنت ښکارېدو  دَ ښائستونو جنت  دَ اُلفتونو جنت  زه اوس هم کله کله  د خپل عادته مجبور  په هغه لار ځمه  هغه کوڅې ته ګورم  چرته چې ته اوسېدې  ستا ګاونډیان وو پکښې  بلا کسان وو پکښې  ټولو به ته پېژندې  ټولو به زه پېژندم  زمونږ په زړه پوهېدل  ښځې نر خه پوهېدل  کله به یې ته څارلې  کله به یې زه څارلم  چا دَ دېوال دَ سره  چا دَ کوټې دَ وره  چا دَ خپل وره نه پناه  چا دَ ګوټ پېره په غلا  پټ پټ څارلو مونږه  آزارولو مونږه  خفه کولو مونږه  چا پوهولو مونږه  خو مونږه نه پوهېدو  مونږه په څه پوهېدو  مونږ دَ چا نه اورېده  مونږ دَ چا نه منله ...

ستا په زړه کي چي ايسار دے هغه څوک دے؟ باقي دراني

تصویر
ډاکټر عبدالباقي دراني د پښتو ژبې دير خوږ ژبې شاعر دي د دراني صاحب شاعري ستاسو په درانه خدمت کې وړاندي کوم هيله ده چې د خوښي وړ به مي وګرځي  ستا په زړه کي چي ايسار دے هغه څوک دے؟ چي دي ورک پسې قرار دے هغه څوک دے؟ هر سړی دلته د وخت په انتظار دے چي يې وخت په انتظار دے هغه څوک دے؟  ستا پر ما باندي ګذار زما پر تا دې د ګذار شاته چې کار دے هغه څوک دې؟ په رڼا کې خو سايه راسره مله وي چي د توري تيارې يار دے هغه څوک دے؟ په صحرا کي چي روان په يبلو پښو دے او ګرېوان يې تار په تار دے هغه څوک دے؟ تۀ همېش ورپسې ناست يې په سرو سترګو د سرو سترګو چي قرار دے هغه څوک دے؟ چي تور مار يې په لستوڼي کي دے زۀ يم د لستوڼي چي تور مار دے هغه څوک دے؟ څوک چي ځي په خپله لاره نو دي درومي چي دموږ سره يې کار دے هغه څوک دے؟ تا پوښتنه ترې و نۀ کړه له ناصحه چي همېش په سمه لار دے هغه څوک دے؟ چي په برګو سترګو ګوري هغه دوی دي چي په سترګو کښې يې خارر دے هغه څوک دے؟ باقي! تۀ خو تش د ميني قدردان يې چي د حسن خريدار دے هغه څوک دے؟ ❤️❤️❤️ 👇 پرون، نن او سبا د پرون له دريچې نه چي زۀ دې غونډۍ ته ګورم نو په خيال کي مي دا ر...

د پښتو دوه سطره شعرونه

تصویر
د پښتو دوه لاينه شعرونه ستاسو په درانه خدمت کې وړاندي کوم هيله ده چې د خوښ وړ به مي وګرځي   څومره په ما ګران دي د اشنا لیدل  لاړمه ، بیا راغلمه ، اوس بیا ځمه ♥️ خوږې خوږې پستې پستې لکه خُرما خبرې څوک راته خاندي، کوي سترګو کې په غلا خبرې ♥️ مــــــړه مینې ته مې حـد ټاکلی نه دی هر یو ښکلې مې جانان دې ورته ګورم ♥️ ایرې به ټولې پر سر باد کړم د مینې اور به دې پۀ زړۀ کښې وساتمه ♥️ لالی دې نۀ مري زۀ دې ومرم که لالی ومري زۀ به ناز پۀ چا کومه ♥️ څه د ضد ضد کتابونه دې لوستي راپخلا شه خېر دى بس دى زوروره ♥️ د پشکال ګرمي شه ورکه د ديدن ورځې مې نزدې شوې توره شومه ♥️ بسمل خپله پنځه, شپږ ځایه مئین ده مونږ ته وایې عاشقي د خدای عذاب ده ♥️ په ما دي خپله قدر کم کړو د سرو په تول به مې تللې وي مئينه ♥️ ‏د زور دی نه یم کــبــرجنه د زړہ آزار به درته ټول عمر کومه ♥️ زما شتمن لالي ته وایه  په پیوندي کمیس مې تېر کړل اخترونه ♥️♥️♥️

سنګار د زړه د پرهرونو کوو . صاحب شاه صابر

تصویر
د صاحب شاه صابر يوه په زړه پورې غزل ستاسو په درانه خدمت کې وړاندي کوم هيله کوم چې د خوښي وړ به مي وګرځي   سنګار دَ زړه دَ پرهرونو کوو  نن سبا مينه دَ ګُلونو کوو  په تودو سړيکو یې وینځلي ساتو  څومره پالنه دَ زخمونو کوو  کر دَ ګُلونو ارمانونو کوو  سوال دَ سپرلي دَ بارانونو کوو  بویه چې دا ازغي ګُلونه سپړي  بویه چې لوبې په رنګونو کوو  چې دَ خوبونو تعبيرونه غواړو  بیا خو به لوبې دَ سرونو کوو  څومره بې خوږو، بې خوږو خلقو ته  قېصې دَ زړونو دَ دردونو کوو  یاران دَ تېرې زمانې یادوو  ارمان دَ ورانو محلونو کوو  که د هر ښکلي قدمونه شمارو  خو وظيفه دَ یار دَ پلونو کوو  هر وخت به څه نوي کوو خبره  یوه خبره دَ کلونو کوو  په خورو زلفو کښې مې وزنګوه  بیا به خبرې دَ دارونو کوو  دَ مينې سل مجبورۍ سل غمونه  انتظار هم په انګارونو کوو 

د يقين کور بيخي ميرات نه شو . صاحب شاه صابر

تصویر
  دَ یقين کور بيخي میرات نه شو  زړه که مې وچاودو خو مات نه شو  مينې ته یو وخت ملامته نه شوم  غم دې په یو موسم کښې قات نه شو  نن دې بڼو راسره جنګ ونه کړو  نن دې کاته راته پسات نه شو  دَ زمانې زیاتي ته ګوره کنه  په مونږ یې سود یو ملاقات نه شو  په دې ښار داسې نفرتونه آباد  دَ مينې نوغے پکښې زیات نه شو  څه که حالاتو پرې لښکرې وکړې  زړه مې خيبر وو سومنات نه شو  صابره نه به وي سپرلے به نه وي  که لېونتوب مې پکښې زیات نه شو  

د پښتو شل متلونه

تصویر
ايا تاسو د پښتو ژبې متلونه پسي ګرځئ ؟ نو تاسو دير سم ځاي ته را دننه شوي لست دلته موږ ستا سو د پاره د پښتو شل متلونه راوړي دي هيله ده چي ستا سو به خوش سي  حیا دار حیا کول بې حیا ویل زما څخه وېریږي ♥️ اخره زمانه شوه د چرګانو یارانه شوه ♥️  د جنګ خبرې خوږې وي خو ساعت یې تریخ وي ♥️ دیوالونه هم غوږونه لري ♥️ که څوک دې نه پیژني جومات کې غلا وکړه ♥️ ادب له زخمه اخیستل کېږي ♥️ په خپله یې خر نسته د بل په اس پورې خاندې ♥️ په ناسته غمبر نه کېږي ♥️ تشه لاسه ته مې دښمن یې ♥️ ټپوس کې د باز خویونه نه وي ♥️ زور خو زور وي ،خو چل هم د زوره کم نه وي ♥️ زه ساده ،ته حرام زاده ♥️ کور کې دې جواري نشته له دماغه دې د پلو بوی ځي ♥️ نظر غرونه چوي ♥️ مور چې درخانۍ وي ، لور به یې ښاپیرۍ وي ♥️ چرګه زما ده او هګۍ بل کره اچوي ♥️ اور ته خپل او پردي یو شی دی ♥️ بد بوټي ته سپي هم متازې نه کوی ♥️ بد بوټي ته سپي هم متازې نه کوی ♥️ وسله هغه ده چې په لاس کې وي ♥️♥️♥️ دا هم وګورۍ د ارمان وني مي سمسوري نه کړي. صاحب شاه صابر هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي

د ارمان وني مي سمسوري نه کړي. صاحب شاه صابر

تصویر
 صاحب شاه صابر پشتو شاعری ٫د ارمان وني مي سمسوري نه کړي ٫دلته پوره غزل کتلای شئ    دَ ارمان ونې مې سمسورې نه کړې  خو دَ وفا لارې مې نورې نه کړې  دَ درد په څړيکو کښې مې وخندوه  غم له مې نوري سترګې تورې نه کړې  دَ انتظار دَ صحرا تنده توبه  په ما یې هسې لمبې پورې نه کړې  خدایه که هر سيوري ته کېښناستمه  هیر مې دَ هغه زلفو سيورے نه کړې  اوس مي دَ نوم دَ توره مه یرېږه  ما درته وې چې سترګې تورې نه کړې  دَ هر پرهر نه مې نچوړ کړه وينه  خو دَ نظر پیالې نسکورې نه کړې  دَ درنو سترګو درنو زلفو مينې  هسې نه ما په زړه کمزورے نه کړې  ځان مې په څه څه لمبو ونه سېزو  ته مې دَ کوم کوم آسمان ستورے نه کړې  ما پرې دَ زړه دَ وينو رنګ ونوستو  ما دَ غزل تقاضې سپورې نه کړې دا هم وګورۍ 👇 هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي

هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي . صاحب شاه صابر

تصویر
صاحب شاه صابر د پښتنو ژبي لوي شاعر دې د صاحب شاه صابر ټول شعرونه دلته تاسو کتلای سئ    هغه مستي هغه غورزنګ نه کوي  سترګې دې اوس دَ مينې جنګ نه کوي  دَ پېغلتوب دَ مستۍ خېر خو دې وي  بنګړي دې شور نه کوي شړنګ نه کوي  زمونږ دَ ښار ښاپیرۍ اوښکې پيري  زمونږ دَ غره غاړې لونګ نه کوي  هغه هم ستا دَ بڼو وبوږنېږي  چې دَ سنګزنو تورو سنګ نه کوي  مونږ په دې لاره بلا وينې توې کړې  خو هسې نه رڼېږي رنګ نه کوي  دَ محبت په سيند وينځلي زړونه  په خِیرو نه خړيږي زنګ نه کوي  صابر دَ مينې دَ نشې اموخته   په صابر بنګ نه لږي بنګ نه کوي ♥️♥️♥️ دا هم کتلای شی د ارمان وني مي سمسوري نه کړي

Pashto poetry 2 lines

تصویر
If you are looking Pashto tapay and poetry in Pashto text you are in the right place here we collect the best Pashto 2 line poetry hope you will like it  در واخلي  حیا نشته ده د مصر ښاپېرو کې  د یوسف حسن ته تږې زلېخا ده ❤️ په ما دي سل نازونه پوري  په تا مي يو زړګی سمبال نه شو ميئنه ❤️ ياري د بل کلي مزه کړي  ده چم ګاونډ جينکئ خويندي ميندې وينه ♥️ مينه دي زړه کي ساتم ياره  د زلفو تار دې په بټوا کي ګرځومه  ♥️ د زنګيدلو سترګو ياده په ما بربادي ورځي ستا ده لاسه دينه  ♥️ د ځواني وار راباندي تير شو  که په خندا جانان را غواړم نه راځینه  ♥️ بېلتون دي قدر رامعلوم کړو  اوس به سلام په دوه لاسي درنه کومه ♥️ د مور ملکي سرې د نومي  په سور سالو کي ګرځيدې میئن دي کړمه ❤️ رنګ مي قرار قرار بدلیږي د جداي اثر دي ځان ښکاره کوينه  ❤️ ته راته ووايه چي څڅه په کربلا کي شوي  ما په ټکر او په بابړه تبصره راوړې  ❤️ په تورو غرو رانه پنا يې  بې ننګه ياره تاله خوب څنګه درځينه  ❤️  په دې کوڅه کښي مخامخ صابره  د جانان ور دې څوک...

کلې خبر دې څوک دې ونه ويني . صاحب شاه صابر

تصویر
صاحب شاه صابر پشتو غزل ٫کلې خبر دې څوک دې ونه ويني ٫   کلے خبر دے څوک دې ونه ويني  مه ځه سحر دے څوک دې ونه ويني  زما دَ هر سړي نه ويره کېږي  په چا باور دے څوک دې ونه ويني  په هر ګوټ پېر دَ نظرونو څوکۍ  هر خوا خطر دے څوک دې ونه ويني  په دې شکمنه بلۍ مه ودرېګه  وخت مازيګر دے څوک دې ونه ويني  قېصې پرېږده لنډه خبره کوه  لار ده، ګودر دے څوک دې ونه ويني  خوا له مې مه راځه بدنامه به شې  صحرا ده، غر دے څوک دې ونه ويني  په دې کوڅه کښې مخامخ صابره  دَ جانان ور دے څوک دې ونه ويني   ♥️♥️♥️ دا هم وګورۍ د ارمان وني مي سمسوري نه کړي هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي

وريځې راوله باران راوله . صاحب شاه صابر

تصویر
Sahib Shah sabir poetry in Pashto text warizi rawala baran rawala  👇   وريځې راوله باران راوله  زلفو له څنډ ورکه طوفان راوله  لر کړه دَ مخه آئينه لرې کړه  ما دَ حېرت دَ بیابان راوله  سپرليه زه به دې احسان ومنم  خو ته دَ ځان سره جانان راوله  ځه چې واپس زړې قيصې نوې کړو  راشه واپس هغه دوران راوله  ماښام لمبه کړه تیارې وتښتوه  بله ډیوه شه پتنګان راوله  واعظه، نه په تقوی نه رغېږم  ما له ساقي دَ روهستان راوله  زړه نظر سترګې په جرګه درولم  ښکلي راغونډ که رقيبان راوله   ♥️♥️♥️ دا هم کتلای شئ د يوې پيغلي په نوم. صاحب شاه صابر د ارمان وني مي سمسوري نه کړي هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي

د يوې پيغلي په نوم د صاحب شاه صابر شاعري

تصویر
Sahib Shah sabir is the most favourite shayar among the Pashton people. Sahib Shah sabir one of the best poetry in Pashto poetry. He wrote poem for the name of A Kailashi girl in bhabboor gilgit bultistan  دَ بمبوریت دَ یوې کېلاشې پېغلې په نوم دَ حسن دَ ګُلونو دَ رنګونو بلې شمعې دَ غرونو دَ ښائست په ګړنګونو بلې شمعې دَ نوي پېغلتوب په بام ولاړې جادوګرې په زړه کښې دَ شاعر دَ محبت نوې سندرې منم چې ته دَ ډېرو خوشحالو سره ناشنا یې دَ نوي ژوند دَ نوي رنګينو سره ناشنا یې منم چې ستا په ژوند کښې به بلها څيزونه کم وي منم چې ستا په زړه به دَ بلها څيزونه غم وي 👇 دا هم کتلای سئ وريځې راوله باران راوله.صاحب شاه صابر ❤️ منم چې ته به ډېرو رڼاګانو ته پسخېږې منم چې ته به ډېرو اداګانو ته پسخېږې منم چې ستا دَ کلي په کورونو کښې تیارې دي منم چې ستا جامې لږې خيرنې دي زړې دي خو ته دَ خپل خائيست دَ پېغلتوبه خبر نه یې خو ته دَ خپل تهذيب دَ سړيتوبه خبر نه یې ته دلته دَ فطرت دَ رنګینو په غېږ کښې اوسې دلته دَ قدرت دَ تماشو په غېږ کښې اوسې ته دلته بله شمع دَ رنګونو دَ قیامت یې ته دلتکې ښائست یې لېونتوب یې محبت...

دَ صدو نه دَ مودو نه دَ کلونو دَ پېړو نه څو کسانو ظالمانو سردارانو دَ انسان عظمت لوټلو. صاحب شاه صابر

تصویر
Sahib Shah sabir poetry in Pashto text, Sahib Shah sabir is the most favourite shayar among the Pashton people  نعت ﷺ دَ صدو نه دَ مودو نه دَ کلونو دَ پېړو نه څو کسانو ظالمانو سردارانو دَ انسان عظمت لوټلو دَ انسان غیرت لوټلو هر څوک سوي لولپه وو خو چا هيڅ وئېلے نه شو خو چاهېڅ کولے نه شو دَ چا ډله نه پره وه نه رهبر نه قافله وه نه همت نه حوصله وه نه اُمید وو نه اسره وه بې وسي وه مجبوري وه دَ بُتانو بندګي وه دردېده وو تزينده وه لوګېده وو سوزېده وو اخر جام دَ صبر ډک شو یو سحر ناساپه غږ شو یو بنده دَ خدائے پېدا شو پېغمبر شو رهنما شو بې اسرې بې وسيلې وو خو سړے دَ کار سړے وو دَ خپل خُدائے دَ شان خبر وو لوے نبي لوے پېغمبر وو دَ توحيد اعلان یې وکړو دَ تجديد اعلان یې وکړو په بتانو یې تور ووې په غټانو یې تور ووې دَ مظلوم هېبت یې ورک که دَ ظالم غرور یې سپک که سرداران یې کور او کر کړه ټول بُتان یې کنډ کپر کړه دَ تفريق زهر یې خام کړه دَ توحيد شراب یې عام کړه   دا هم کتلای شئ وريځې راوله باران راوله. صاحب شاه صابر د يوې پيغلي په نوم د ارمان وني مي سمسوري نه کړي