د يقين کور بيخي ميرات نه شو . صاحب شاه صابر
دَ یقين کور بيخي میرات نه شو
زړه که مې وچاودو خو مات نه شو
مينې ته یو وخت ملامته نه شوم
غم دې په یو موسم کښې قات نه شو
نن دې بڼو راسره جنګ ونه کړو
نن دې کاته راته پسات نه شو
دَ زمانې زیاتي ته ګوره کنه
په مونږ یې سود یو ملاقات نه شو
په دې ښار داسې نفرتونه آباد
دَ مينې نوغے پکښې زیات نه شو
څه که حالاتو پرې لښکرې وکړې
زړه مې خيبر وو سومنات نه شو
صابره نه به وي سپرلے به نه وي
که لېونتوب مې پکښې زیات نه شو
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں