د ارمان وني مي سمسوري نه کړي. صاحب شاه صابر

 صاحب شاه صابر پشتو شاعری ٫د ارمان وني مي سمسوري نه کړي ٫دلته پوره غزل کتلای شئ 


 دَ ارمان ونې مې سمسورې نه کړې

 خو دَ وفا لارې مې نورې نه کړې


 دَ درد په څړيکو کښې مې وخندوه

 غم له مې نوري سترګې تورې نه کړې


 دَ انتظار دَ صحرا تنده توبه

 په ما یې هسې لمبې پورې نه کړې


 خدایه که هر سيوري ته کېښناستمه

 هیر مې دَ هغه زلفو سيورے نه کړې


 اوس مي دَ نوم دَ توره مه یرېږه

 ما درته وې چې سترګې تورې نه کړې


 دَ هر پرهر نه مې نچوړ کړه وينه

 خو دَ نظر پیالې نسکورې نه کړې


 دَ درنو سترګو درنو زلفو مينې

 هسې نه ما په زړه کمزورے نه کړې


 ځان مې په څه څه لمبو ونه سېزو

 ته مې دَ کوم کوم آسمان ستورے نه کړې


 ما پرې دَ زړه دَ وينو رنګ ونوستو

 ما دَ غزل تقاضې سپورې نه کړې

دا هم وګورۍ

👇

هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي

تبصرے

اس بلاگ سے مقبول پوسٹس

د يوې پيغلي په نوم د صاحب شاه صابر شاعري

هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي . صاحب شاه صابر