د يوې پيغلي په نوم د صاحب شاه صابر شاعري

Sahib Shah sabir is the most favourite shayar among the Pashton people. Sahib Shah sabir one of the best poetry in Pashto poetry. He wrote poem for the name of A Kailashi girl in bhabboor gilgit bultistan 


دَ بمبوریت دَ یوې کېلاشې پېغلې په نوم


دَ حسن دَ ګُلونو دَ رنګونو بلې شمعې

دَ غرونو دَ ښائست په ګړنګونو بلې شمعې


دَ نوي پېغلتوب په بام ولاړې جادوګرې

په زړه کښې دَ شاعر دَ محبت نوې سندرې


منم چې ته دَ ډېرو خوشحالو سره ناشنا یې

دَ نوي ژوند دَ نوي رنګينو سره ناشنا یې


منم چې ستا په ژوند کښې به بلها څيزونه کم وي

منم چې ستا په زړه به دَ بلها څيزونه غم وي

👇

دا هم کتلای سئ

وريځې راوله باران راوله.صاحب شاه صابر

❤️

منم چې ته به ډېرو رڼاګانو ته پسخېږې

منم چې ته به ډېرو اداګانو ته پسخېږې


منم چې ستا دَ کلي په کورونو کښې تیارې دي

منم چې ستا جامې لږې خيرنې دي زړې دي


خو ته دَ خپل خائيست دَ پېغلتوبه خبر نه یې

خو ته دَ خپل تهذيب دَ سړيتوبه خبر نه یې


ته دلته دَ فطرت دَ رنګینو په غېږ کښې اوسې

دلته دَ قدرت دَ تماشو په غېږ کښې اوسې


ته دلته بله شمع دَ رنګونو دَ قیامت یې

ته دلتکې ښائست یې لېونتوب یې محبت یې


ته دلته دَ انګورو دَ ترخو اوبو خمار یې

ته دلته دَ خپل زړه دَ خپلې خوښې خپل اختیار یې


شپېلئ وهې شپېلي وهې چې ګرځې په پټو کښې

چې زړه دې وشې ګډه شې دَ کلې په کوڅو کښې


دَ خپل زړه خپلې خوښې دَ انا په تار غږېږې

په چا چې دې زړه ورشي دَ هغه سره ګډېږې


بې غمه، ناخبره دَ ثواب او دَ ګناه یې

خو بیا هم په زړه سپينه یې معصومه یې صفا یې


دَ ژوند دَ بې وسئ دَ مصيبته خبر نه یې

دَ نوم منافقت دَ مصلحته خبر نه یې


دا تا چې دَ کوم نوي ژوند خبرې اورېدلي

دروغ دي دا دروغ دي چا دروغ درته وئيلي


په هغه ژوند کښې څه دي که صفا مې درته ووې

دروغ به درته ښکاري که رښتیا مې درته ووې


دَ هغه نوي ژوند دَ سړيتوب بلها کمۍ دي

دَ هغه ځائے دَ خلقو څه ناشونې مجبورۍ دي


ژوند څه دے یوه بلا ده یو عذاب دے یو هېبت دے

دهوکه ده بې ايماني ده سراسر منافقت دے


ذهنونه پکښې هسې دَ وهمونو کارخانې دي

سرونه دَ پېریانو دَ ديوانو ښاریې دي

👇

دا هم کتلای شئ 

د ارمان وني مي سمسوري نه کړي

🙏🙏🙏


فکرونه دَ تارکولو غزېدلي سړکونه

خیالونه دَ سېمټو دَ سيخونو دکانونه


ځوانان پکښې هغه چې جوړولے شي نوټونه

سړي پکښې هغه چې ډکولے شي بېنکونه


ښائست یې په پردو رنګونو ځان سنګارول دي

اُلفت یې دَ دروغو دَ درنګونو کنستل دي


جانان یې یو رنګين مئين پۍ مخے غوندې دام دے

جنون یې دَ غرض په لمبو سوے تور غلام دے


یاري پکښې دَ سپينې خودغرضه بوډۍ ټال دے

خپلوي پکښې دَ خپلو غرضونو نرے جال دے


ګناه پکښې دَ هرې ناروا لاس اغستل دي

ثواب دَ چا بې وسه په مرۍ چاړه راښکل دي


عصمت پکښې دَ ښار دَ کباړي دَ دکان کوټ دے

قيمت دَ سړیتوب پکې دَ سلو روپو نوټ دے


غېرت پکښې یو شے دے په یوه کاسيره کېږي

ايمان پکښې دَ هر څه نه په ښه بیعه خرڅېږي


دَ حسن دَ رنګونو دکانونه په پېسو دي

دَ ښکلو دَ مخونو تصويرونه په پېسودي


هر خیال دَ سړیتوب پکښې ناشونے غوندې شے دے

احساس دَ محبت پکښې بې وسه لېونے دے


ژوند څه دے خو دَ ژوند په حقيقت پورې خندا ده

په حسن پورې ټوقې دي اُلفت پورې خندا ده


چې دلته راپه یاد شې زړه مې ورپي خفه شي

ورغلي پرهرونه مې خوله پرانېزي کچه شي


حیا مې لکه وینه په رګونو کښې توده شي

احساس دَ بې وسۍ لکه ګرمکې راچوکه شي


زه خپله دَ هغه تهذيب دَ لارو کوڅو ستړے

زه ستا دَ سترګو وړاندې دَ هغې هدیرې مړے


په ما که دې څه وس رسي واپس مې راژوندے کړه

په ما مهربانې وکه د ځان نه مې لوګے کړه


په ما کښې که څه ساه وې هغه ساه زما نه واخله

زما سره که ښه کوې نو ما زما نه واخله


اوبه که دَ انګورو لږې پاتې وي نو راکړه

زما دَ وجود وینه په ترخو اوبو صفا کړه


زما خواره دردونه په خالونو کښې راپنډ کړه

زما دَ زړه زخمونه دَ شلېدلې ګګرۍ ګنډ کړه


ما دلته دَ دې غرونو دَ ماښام په دُعا رنګ کړه

په دې پولو مې ونوله په دې لښتو مې بنګ کړه


قربان شمه لوګے شم ما دَ دواړو سترګو تور کړه

دَ دې غرونو په دغه ګړنګونو کښې مې خور کړه 

دا هم کتلای سئ 

هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي

تبصرے

اس بلاگ سے مقبول پوسٹس

هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي . صاحب شاه صابر

د ارمان وني مي سمسوري نه کړي. صاحب شاه صابر