وريځې راوله باران راوله . صاحب شاه صابر
Sahib Shah sabir poetry in Pashto text warizi rawala baran rawala
👇
وريځې راوله باران راوله
زلفو له څنډ ورکه طوفان راوله
لر کړه دَ مخه آئينه لرې کړه
ما دَ حېرت دَ بیابان راوله
سپرليه زه به دې احسان ومنم
خو ته دَ ځان سره جانان راوله
ځه چې واپس زړې قيصې نوې کړو
راشه واپس هغه دوران راوله
ماښام لمبه کړه تیارې وتښتوه
بله ډیوه شه پتنګان راوله
واعظه، نه په تقوی نه رغېږم
ما له ساقي دَ روهستان راوله
زړه نظر سترګې په جرګه درولم
ښکلي راغونډ که رقيبان راوله
♥️♥️♥️
دا هم کتلای شئ
د يوې پيغلي په نوم. صاحب شاه صابر
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں