هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي . صاحب شاه صابر

صاحب شاه صابر د پښتنو ژبي لوي شاعر دې د صاحب شاه صابر ټول شعرونه دلته تاسو کتلای سئ 



 هغه مستي هغه غورزنګ نه کوي

 سترګې دې اوس دَ مينې جنګ نه کوي


 دَ پېغلتوب دَ مستۍ خېر خو دې وي

 بنګړي دې شور نه کوي شړنګ نه کوي


 زمونږ دَ ښار ښاپیرۍ اوښکې پيري

 زمونږ دَ غره غاړې لونګ نه کوي


 هغه هم ستا دَ بڼو وبوږنېږي

 چې دَ سنګزنو تورو سنګ نه کوي


 مونږ په دې لاره بلا وينې توې کړې

 خو هسې نه رڼېږي رنګ نه کوي


 دَ محبت په سيند وينځلي زړونه

 په خِیرو نه خړيږي زنګ نه کوي


 صابر دَ مينې دَ نشې اموخته

 په صابر بنګ نه لږي بنګ نه کوي

♥️♥️♥️

دا هم کتلای شی

د ارمان وني مي سمسوري نه کړي

تبصرے

اس بلاگ سے مقبول پوسٹس

د يوې پيغلي په نوم د صاحب شاه صابر شاعري

د ارمان وني مي سمسوري نه کړي. صاحب شاه صابر