ستا په زړه کي چي ايسار دے هغه څوک دے؟ باقي دراني

ډاکټر عبدالباقي دراني د پښتو ژبې دير خوږ ژبې شاعر دي د دراني صاحب شاعري ستاسو په درانه خدمت کې وړاندي کوم هيله ده چې د خوښي وړ به مي وګرځي 


ستا په زړه کي چي ايسار دے هغه څوک دے؟
چي دي ورک پسې قرار دے هغه څوک دے؟


هر سړی دلته د وخت په انتظار دے

چي يې وخت په انتظار دے هغه څوک دے؟


 ستا پر ما باندي ګذار زما پر تا دې

د ګذار شاته چې کار دے هغه څوک دې؟


په رڼا کې خو سايه راسره مله وي

چي د توري تيارې يار دے هغه څوک دے؟


په صحرا کي چي روان په يبلو پښو دے

او ګرېوان يې تار په تار دے هغه څوک دے؟


تۀ همېش ورپسې ناست يې په سرو سترګو

د سرو سترګو چي قرار دے هغه څوک دے؟


چي تور مار يې په لستوڼي کي دے زۀ يم

د لستوڼي چي تور مار دے هغه څوک دے؟


څوک چي ځي په خپله لاره نو دي درومي

چي دموږ سره يې کار دے هغه څوک دے؟


تا پوښتنه ترې و نۀ کړه له ناصحه

چي همېش په سمه لار دے هغه څوک دے؟


چي په برګو سترګو ګوري هغه دوی دي

چي په سترګو کښې يې خارر دے هغه څوک دے؟


باقي! تۀ خو تش د ميني قدردان يې

چي د حسن خريدار دے هغه څوک دے؟

❤️❤️❤️

👇


پرون، نن او سبا


د پرون له دريچې نه
چي زۀ دې غونډۍ ته ګورم
نو په خيال کي مي دا راشي
لکه زۀ او تۀ چي دواړه
ماشومان يو د دې سيمي
د غاټولو په منځ منځ کې

کمبلۍ د ښکال ګورو

تاندي تاندي چورۍ ګرځي

خو اوشا لکه کوتري

سپيني سپینې رمې درومي

دلي دوري په ګوا لوکي

دغه توره پرښه نۀ ده؟

 پارون دا هم زرغونه وه

د سپرلي په پستو بوټو

ښايسته وه، لږ لږ سره وه

د رېدي په نرمو پاڼو

دغه خړه شېله ګوره!

دا هم هغه وخت چينۀ وه

راروانه روڼه روڼه

پاس له هاغه دنګه غره وه 

چي د لمر شغلې به کله

پرا نيستلې پرې به نښتې

څاڅکی څاڅکی مرغلري

به له پاسه اورېدلې

مخامخ به دواړه دلته 

د چينې وڅنګ ته ناست وو

يخه يخه هوا دلته

چلېدله مسېدله

لکه ناوې د راغۀ چي

نڅېدله تېرېدله

ما او تا به دلته غبرګي

ټپې هم سره ويلې

خو نن دې د جبر وخت کي

د شيبو په اړ اړ جال کي

کمبلۍ د ښکال چرته پايېدای شي

د لېوانو په مسکن کي

سپيني سپيني رمې چرته

څړېدای شي پنډېدای شي

کاڼي بوټي د دهشت په ګړزو پټ دي

تاندي لښتي به نو څۀ دلته پايېږي

راشه بل تدبير تيار کړو

د سبا د پاتي لاري

زۀ به نوے راګ تيار کړم

تۀ به تال ورسره سم کړې

زۀ به جوړي کړم سندري

تۀ يې وايه په محفل کي

په وطن کي به وپا شو

د ګلونو عطر دواړه

مينه مينه به خوره کړو

په دې بېکرانه دښت کي

چي په تاخت ترې نه وتښتي

د وحشي لېوانو ډلي

زۀ به نوي شېبې ګورم

تۀ به غوټي دجال وا کړې

د شيبو اړ مزلونه

به په ګډه سره سر کړو


❤️❤️❤️





 

تبصرے

اس بلاگ سے مقبول پوسٹس

د يوې پيغلي په نوم د صاحب شاه صابر شاعري

هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي . صاحب شاه صابر

د ارمان وني مي سمسوري نه کړي. صاحب شاه صابر