دَ صدو نه دَ مودو نه دَ کلونو دَ پېړو نه څو کسانو ظالمانو سردارانو دَ انسان عظمت لوټلو. صاحب شاه صابر

Sahib Shah sabir poetry in Pashto text, Sahib Shah sabir is the most favourite shayar among the Pashton people 



نعت ﷺ


دَ صدو نه

دَ مودو نه

دَ کلونو

دَ پېړو نه

څو کسانو

ظالمانو

سردارانو

دَ انسان عظمت لوټلو

دَ انسان غیرت لوټلو

هر څوک سوي لولپه وو

خو چا هيڅ وئېلے نه شو

خو چاهېڅ کولے نه شو

دَ چا ډله نه پره وه

نه رهبر نه قافله وه

نه همت نه حوصله وه

نه اُمید وو نه اسره وه

بې وسي وه مجبوري وه

دَ بُتانو بندګي وه

دردېده وو تزينده وه

لوګېده وو سوزېده وو

اخر جام دَ صبر ډک شو

یو سحر ناساپه غږ شو

یو بنده دَ خدائے پېدا شو

پېغمبر شو رهنما شو

بې اسرې بې وسيلې وو

خو سړے دَ کار سړے وو

دَ خپل خُدائے دَ شان خبر وو

لوے نبي لوے پېغمبر وو

دَ توحيد اعلان یې وکړو

دَ تجديد اعلان یې وکړو

په بتانو یې تور ووې

په غټانو یې تور ووې

دَ مظلوم هېبت یې ورک که

دَ ظالم غرور یې سپک که

سرداران یې کور او کر کړه

ټول بُتان یې کنډ کپر کړه

دَ تفريق زهر یې خام کړه

دَ توحيد شراب یې عام کړه 

دا هم کتلای شئ

وريځې راوله باران راوله. صاحب شاه صابر

د يوې پيغلي په نوم

د ارمان وني مي سمسوري نه کړي

تبصرے

اس بلاگ سے مقبول پوسٹس

د يوې پيغلي په نوم د صاحب شاه صابر شاعري

د ارمان وني مي سمسوري نه کړي. صاحب شاه صابر

هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي . صاحب شاه صابر