هغه کوڅه . صاحب شاه صابر

 صاحب شاه صابر په زړه پورې غزل هغه کوڅه ستاسو په درانه خدمت کې وړاندي کوم هيله ده چې د خوښي وړ به مي وګرځي 


 هغه کوڅه


 زه اوس هم کله کله

 دَ خپل عادته مجبور

 دَ محبته مجبور

 په هغه لاره ځمه

 هغه کوڅې ته ګورم

 هغه کوڅه چې چرې

 ستا دَ لیدو ځائے وو

 دَ اوسېدو ځائے وو

 ما ته جنت ښکارېدو

 دَ ښائستونو جنت

 دَ اُلفتونو جنت


 زه اوس هم کله کله

 د خپل عادته مجبور

 په هغه لار ځمه

 هغه کوڅې ته ګورم

 چرته چې ته اوسېدې

 ستا ګاونډیان وو پکښې

 بلا کسان وو پکښې

 ټولو به ته پېژندې

 ټولو به زه پېژندم

 زمونږ په زړه پوهېدل

 ښځې نر خه پوهېدل

 کله به یې ته څارلې

 کله به یې زه څارلم

 چا دَ دېوال دَ سره

 چا دَ کوټې دَ وره


 چا دَ خپل وره نه پناه

 چا دَ ګوټ پېره په غلا

 پټ پټ څارلو مونږه

 آزارولو مونږه

 خفه کولو مونږه

 چا پوهولو مونږه

 خو مونږه نه پوهېدو

 مونږه په څه پوهېدو

 مونږ دَ چا نه اورېده

 مونږ دَ چا نه منله

 مونږ خو دَ مېنې په نوم

 دَ محبت په خاطر

 په هر څه اُر لګوو

 دَ هر څه تېر ناست وو

 زمونږ دَ زړونو په اُور

 زمونږ دَ مينې په شور

 هغه کوڅه ګرمه وه

 دَ ژوند قيصه ګرمه وه



 زه اوس هم کله کله

 دَ خپل عادته مجبور

 په هغه لاره زمه


 چرته چې زه درتلمه

 چرته چې ته اوسېدې

 بلا کسان وو پکښې

 وران ماشومان وو پکښې

 ټولو به ته پېژندې

 ټولو به زه پېژندم

 څوک آشنایان وو زما

 څوک دُښمانان وو زما

 چا به زما په ليدو

 ما له ګُلونه راوړل

 دَ کشمالو ګُلونه

 ستا دَ کمسو ګُلونه

 چا به زما په ليدو

 ما ته حالونه وئيل

 زما او ستا حالونه

 څوک به خفه وو له ما

 څوک به غصه وو ماته

 چا په پټه پټه

 خلقو ته اُوي زما

 چا به په چغو سورو

 دنیا خبر کړه په ما

 ورځ دَ محشر کړه په ما


 زه اوس هم کله کله

 دّ خپل عادته مجبور

 په هغه لاره ځمه

 هغې کوڅې ته ګورم


 اوس په هغې کوڅه کښې

 خاورې رېګونه نشته

 وران دېواونه نشته

 رغښتي کورونه نشته

 کاڼي ټوپونه نشته

 اوس په هغې کوڅه کښې

 هر خوا پاخه کورونه

 دَ ښختو سره کورونه

 هر خوا پاخه فرشونه

 خو اوس دَ هغې کوسې

 هغه مزه نشته دے

 هغه چرچه نشته دے

 هغه بې سره پېغلې

 هغه خود سره زلمي

 هغه بې غمه واړه

 هغه ساده ماشومان

 دَ شوره شره پاتې

 دَ هنګامو وتې دي

 د رنګينو وتي دي

 هر څوک دَ ژونده ستړے

 هر څوک په ژوند کښې ستړے

 نه زندګي پېژني

 نه رنګيني پېژني

 نه پسرلي پېژني

 نه لېونې پېژني

 دا په دوي څه شوي دي؟

 دا په دوي څه شوي دي؟

 حالات سنګين سهي خو

 داسې سنګين خو نه دي

 دومره غمګین خو نه دي

 چې دَ سړي دَ سترګو

 خوبونه وتښتوي

 یادونه وشُکوي

 دَ خپل ماضي یادونه

 دَ مستقبل خوبونه

تبصرے

اس بلاگ سے مقبول پوسٹس

د يوې پيغلي په نوم د صاحب شاه صابر شاعري

هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي . صاحب شاه صابر

د ارمان وني مي سمسوري نه کړي. صاحب شاه صابر