سنګار د زړه د پرهرونو کوو . صاحب شاه صابر

د صاحب شاه صابر يوه په زړه پورې غزل ستاسو په درانه خدمت کې وړاندي کوم هيله کوم چې د خوښي وړ به مي وګرځي


 سنګار دَ زړه دَ پرهرونو کوو

 نن سبا مينه دَ ګُلونو کوو


 په تودو سړيکو یې وینځلي ساتو

 څومره پالنه دَ زخمونو کوو


 کر دَ ګُلونو ارمانونو کوو

 سوال دَ سپرلي دَ بارانونو کوو


 بویه چې دا ازغي ګُلونه سپړي

 بویه چې لوبې په رنګونو کوو


 چې دَ خوبونو تعبيرونه غواړو

 بیا خو به لوبې دَ سرونو کوو


 څومره بې خوږو، بې خوږو خلقو ته

 قېصې دَ زړونو دَ دردونو کوو


 یاران دَ تېرې زمانې یادوو

 ارمان دَ ورانو محلونو کوو


 که د هر ښکلي قدمونه شمارو

 خو وظيفه دَ یار دَ پلونو کوو


 هر وخت به څه نوي کوو خبره

 یوه خبره دَ کلونو کوو


 په خورو زلفو کښې مې وزنګوه

 بیا به خبرې دَ دارونو کوو


 دَ مينې سل مجبورۍ سل غمونه

 انتظار هم په انګارونو کوو 

تبصرے

اس بلاگ سے مقبول پوسٹس

د يوې پيغلي په نوم د صاحب شاه صابر شاعري

هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي . صاحب شاه صابر

د ارمان وني مي سمسوري نه کړي. صاحب شاه صابر