د پښتو دوه سطره شعرونه
د پښتو دوه لاينه شعرونه ستاسو په درانه خدمت کې وړاندي کوم هيله ده چې د خوښ وړ به مي وګرځي
څومره په ما ګران دي د اشنا لیدل
لاړمه ، بیا راغلمه ، اوس بیا ځمه
♥️
خوږې خوږې پستې پستې لکه خُرما خبرې
څوک راته خاندي، کوي سترګو کې په غلا خبرې
♥️
مــــــړه مینې ته مې حـد ټاکلی نه دی
هر یو ښکلې مې جانان دې ورته ګورم
♥️
ایرې به ټولې پر سر باد کړم
د مینې اور به دې پۀ زړۀ کښې وساتمه
♥️
لالی دې نۀ مري زۀ دې ومرم
که لالی ومري زۀ به ناز پۀ چا کومه
♥️
څه د ضد ضد کتابونه دې لوستي
راپخلا شه خېر دى بس دى زوروره
♥️
د پشکال ګرمي شه ورکه
د ديدن ورځې مې نزدې شوې توره شومه
♥️
بسمل خپله پنځه, شپږ ځایه مئین ده
مونږ ته وایې عاشقي د خدای عذاب ده
♥️
په ما دي خپله قدر کم کړو
د سرو په تول به مې تللې وي مئينه
♥️
د زور دی نه یم کــبــرجنه
د زړہ آزار به درته ټول عمر کومه
♥️
زما شتمن لالي ته وایه
په پیوندي کمیس مې تېر کړل اخترونه
♥️♥️♥️
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں