Pashto poetry 2 lines
If you are looking Pashto tapay and poetry in Pashto text you are in the right place here we collect the best Pashto 2 line poetry hope you will like it
در واخلي
![]() |
حیا نشته ده د مصر ښاپېرو کې
د یوسف حسن ته تږې زلېخا ده
❤️
په ما دي سل نازونه پوري
په تا مي يو زړګی سمبال نه شو ميئنه
❤️
ياري د بل کلي مزه کړي
ده چم ګاونډ جينکئ خويندي ميندې وينه
♥️
مينه دي زړه کي ساتم ياره
د زلفو تار دې په بټوا کي ګرځومه
♥️
د زنګيدلو سترګو ياده
په ما بربادي ورځي ستا ده لاسه دينه
♥️
د ځواني وار راباندي تير شو
که په خندا جانان را غواړم نه راځینه
♥️
بېلتون دي قدر رامعلوم کړو
اوس به سلام په دوه لاسي درنه کومه
♥️
د مور ملکي سرې د نومي
په سور سالو کي ګرځيدې میئن دي کړمه
❤️
رنګ مي قرار قرار بدلیږي
د جداي اثر دي ځان ښکاره کوينه
❤️
ته راته ووايه چي څڅه په کربلا کي شوي
ما په ټکر او په بابړه تبصره راوړې
❤️
په تورو غرو رانه پنا يې
بې ننګه ياره تاله خوب څنګه درځينه
❤️
په دې کوڅه کښي مخامخ صابره
د جانان ور دې څوک دې ونه ويني
❤️❤️❤️
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں