کلې خبر دې څوک دې ونه ويني . صاحب شاه صابر

صاحب شاه صابر پشتو غزل ٫کلې خبر دې څوک دې ونه ويني ٫


 کلے خبر دے څوک دې ونه ويني

 مه ځه سحر دے څوک دې ونه ويني


 زما دَ هر سړي نه ويره کېږي

 په چا باور دے څوک دې ونه ويني


 په هر ګوټ پېر دَ نظرونو څوکۍ

 هر خوا خطر دے څوک دې ونه ويني


 په دې شکمنه بلۍ مه ودرېګه

 وخت مازيګر دے څوک دې ونه ويني


 قېصې پرېږده لنډه خبره کوه

 لار ده، ګودر دے څوک دې ونه ويني


 خوا له مې مه راځه بدنامه به شې

 صحرا ده، غر دے څوک دې ونه ويني


 په دې کوڅه کښې مخامخ صابره

 دَ جانان ور دے څوک دې ونه ويني 

♥️♥️♥️

دا هم وګورۍ

د ارمان وني مي سمسوري نه کړي

هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي

تبصرے

اس بلاگ سے مقبول پوسٹس

د يوې پيغلي په نوم د صاحب شاه صابر شاعري

هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي . صاحب شاه صابر

د ارمان وني مي سمسوري نه کړي. صاحب شاه صابر