اشاعتیں

هغه کوڅه . صاحب شاه صابر

تصویر
 صاحب شاه صابر په زړه پورې غزل هغه کوڅه ستاسو په درانه خدمت کې وړاندي کوم هيله ده چې د خوښي وړ به مي وګرځي   هغه کوڅه   زه اوس هم کله کله  دَ خپل عادته مجبور  دَ محبته مجبور  په هغه لاره ځمه  هغه کوڅې ته ګورم  هغه کوڅه چې چرې  ستا دَ لیدو ځائے وو  دَ اوسېدو ځائے وو  ما ته جنت ښکارېدو  دَ ښائستونو جنت  دَ اُلفتونو جنت  زه اوس هم کله کله  د خپل عادته مجبور  په هغه لار ځمه  هغه کوڅې ته ګورم  چرته چې ته اوسېدې  ستا ګاونډیان وو پکښې  بلا کسان وو پکښې  ټولو به ته پېژندې  ټولو به زه پېژندم  زمونږ په زړه پوهېدل  ښځې نر خه پوهېدل  کله به یې ته څارلې  کله به یې زه څارلم  چا دَ دېوال دَ سره  چا دَ کوټې دَ وره  چا دَ خپل وره نه پناه  چا دَ ګوټ پېره په غلا  پټ پټ څارلو مونږه  آزارولو مونږه  خفه کولو مونږه  چا پوهولو مونږه  خو مونږه نه پوهېدو  مونږه په څه پوهېدو  مونږ دَ چا نه اورېده  مونږ دَ چا نه منله ...

ستا په زړه کي چي ايسار دے هغه څوک دے؟ باقي دراني

تصویر
ډاکټر عبدالباقي دراني د پښتو ژبې دير خوږ ژبې شاعر دي د دراني صاحب شاعري ستاسو په درانه خدمت کې وړاندي کوم هيله ده چې د خوښي وړ به مي وګرځي  ستا په زړه کي چي ايسار دے هغه څوک دے؟ چي دي ورک پسې قرار دے هغه څوک دے؟ هر سړی دلته د وخت په انتظار دے چي يې وخت په انتظار دے هغه څوک دے؟  ستا پر ما باندي ګذار زما پر تا دې د ګذار شاته چې کار دے هغه څوک دې؟ په رڼا کې خو سايه راسره مله وي چي د توري تيارې يار دے هغه څوک دے؟ په صحرا کي چي روان په يبلو پښو دے او ګرېوان يې تار په تار دے هغه څوک دے؟ تۀ همېش ورپسې ناست يې په سرو سترګو د سرو سترګو چي قرار دے هغه څوک دے؟ چي تور مار يې په لستوڼي کي دے زۀ يم د لستوڼي چي تور مار دے هغه څوک دے؟ څوک چي ځي په خپله لاره نو دي درومي چي دموږ سره يې کار دے هغه څوک دے؟ تا پوښتنه ترې و نۀ کړه له ناصحه چي همېش په سمه لار دے هغه څوک دے؟ چي په برګو سترګو ګوري هغه دوی دي چي په سترګو کښې يې خارر دے هغه څوک دے؟ باقي! تۀ خو تش د ميني قدردان يې چي د حسن خريدار دے هغه څوک دے؟ ❤️❤️❤️ 👇 پرون، نن او سبا د پرون له دريچې نه چي زۀ دې غونډۍ ته ګورم نو په خيال کي مي دا ر...

د پښتو دوه سطره شعرونه

تصویر
د پښتو دوه لاينه شعرونه ستاسو په درانه خدمت کې وړاندي کوم هيله ده چې د خوښ وړ به مي وګرځي   څومره په ما ګران دي د اشنا لیدل  لاړمه ، بیا راغلمه ، اوس بیا ځمه ♥️ خوږې خوږې پستې پستې لکه خُرما خبرې څوک راته خاندي، کوي سترګو کې په غلا خبرې ♥️ مــــــړه مینې ته مې حـد ټاکلی نه دی هر یو ښکلې مې جانان دې ورته ګورم ♥️ ایرې به ټولې پر سر باد کړم د مینې اور به دې پۀ زړۀ کښې وساتمه ♥️ لالی دې نۀ مري زۀ دې ومرم که لالی ومري زۀ به ناز پۀ چا کومه ♥️ څه د ضد ضد کتابونه دې لوستي راپخلا شه خېر دى بس دى زوروره ♥️ د پشکال ګرمي شه ورکه د ديدن ورځې مې نزدې شوې توره شومه ♥️ بسمل خپله پنځه, شپږ ځایه مئین ده مونږ ته وایې عاشقي د خدای عذاب ده ♥️ په ما دي خپله قدر کم کړو د سرو په تول به مې تللې وي مئينه ♥️ ‏د زور دی نه یم کــبــرجنه د زړہ آزار به درته ټول عمر کومه ♥️ زما شتمن لالي ته وایه  په پیوندي کمیس مې تېر کړل اخترونه ♥️♥️♥️

سنګار د زړه د پرهرونو کوو . صاحب شاه صابر

تصویر
د صاحب شاه صابر يوه په زړه پورې غزل ستاسو په درانه خدمت کې وړاندي کوم هيله کوم چې د خوښي وړ به مي وګرځي   سنګار دَ زړه دَ پرهرونو کوو  نن سبا مينه دَ ګُلونو کوو  په تودو سړيکو یې وینځلي ساتو  څومره پالنه دَ زخمونو کوو  کر دَ ګُلونو ارمانونو کوو  سوال دَ سپرلي دَ بارانونو کوو  بویه چې دا ازغي ګُلونه سپړي  بویه چې لوبې په رنګونو کوو  چې دَ خوبونو تعبيرونه غواړو  بیا خو به لوبې دَ سرونو کوو  څومره بې خوږو، بې خوږو خلقو ته  قېصې دَ زړونو دَ دردونو کوو  یاران دَ تېرې زمانې یادوو  ارمان دَ ورانو محلونو کوو  که د هر ښکلي قدمونه شمارو  خو وظيفه دَ یار دَ پلونو کوو  هر وخت به څه نوي کوو خبره  یوه خبره دَ کلونو کوو  په خورو زلفو کښې مې وزنګوه  بیا به خبرې دَ دارونو کوو  دَ مينې سل مجبورۍ سل غمونه  انتظار هم په انګارونو کوو 

د يقين کور بيخي ميرات نه شو . صاحب شاه صابر

تصویر
  دَ یقين کور بيخي میرات نه شو  زړه که مې وچاودو خو مات نه شو  مينې ته یو وخت ملامته نه شوم  غم دې په یو موسم کښې قات نه شو  نن دې بڼو راسره جنګ ونه کړو  نن دې کاته راته پسات نه شو  دَ زمانې زیاتي ته ګوره کنه  په مونږ یې سود یو ملاقات نه شو  په دې ښار داسې نفرتونه آباد  دَ مينې نوغے پکښې زیات نه شو  څه که حالاتو پرې لښکرې وکړې  زړه مې خيبر وو سومنات نه شو  صابره نه به وي سپرلے به نه وي  که لېونتوب مې پکښې زیات نه شو  

د پښتو شل متلونه

تصویر
ايا تاسو د پښتو ژبې متلونه پسي ګرځئ ؟ نو تاسو دير سم ځاي ته را دننه شوي لست دلته موږ ستا سو د پاره د پښتو شل متلونه راوړي دي هيله ده چي ستا سو به خوش سي  حیا دار حیا کول بې حیا ویل زما څخه وېریږي ♥️ اخره زمانه شوه د چرګانو یارانه شوه ♥️  د جنګ خبرې خوږې وي خو ساعت یې تریخ وي ♥️ دیوالونه هم غوږونه لري ♥️ که څوک دې نه پیژني جومات کې غلا وکړه ♥️ ادب له زخمه اخیستل کېږي ♥️ په خپله یې خر نسته د بل په اس پورې خاندې ♥️ په ناسته غمبر نه کېږي ♥️ تشه لاسه ته مې دښمن یې ♥️ ټپوس کې د باز خویونه نه وي ♥️ زور خو زور وي ،خو چل هم د زوره کم نه وي ♥️ زه ساده ،ته حرام زاده ♥️ کور کې دې جواري نشته له دماغه دې د پلو بوی ځي ♥️ نظر غرونه چوي ♥️ مور چې درخانۍ وي ، لور به یې ښاپیرۍ وي ♥️ چرګه زما ده او هګۍ بل کره اچوي ♥️ اور ته خپل او پردي یو شی دی ♥️ بد بوټي ته سپي هم متازې نه کوی ♥️ بد بوټي ته سپي هم متازې نه کوی ♥️ وسله هغه ده چې په لاس کې وي ♥️♥️♥️ دا هم وګورۍ د ارمان وني مي سمسوري نه کړي. صاحب شاه صابر هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي

د ارمان وني مي سمسوري نه کړي. صاحب شاه صابر

تصویر
 صاحب شاه صابر پشتو شاعری ٫د ارمان وني مي سمسوري نه کړي ٫دلته پوره غزل کتلای شئ    دَ ارمان ونې مې سمسورې نه کړې  خو دَ وفا لارې مې نورې نه کړې  دَ درد په څړيکو کښې مې وخندوه  غم له مې نوري سترګې تورې نه کړې  دَ انتظار دَ صحرا تنده توبه  په ما یې هسې لمبې پورې نه کړې  خدایه که هر سيوري ته کېښناستمه  هیر مې دَ هغه زلفو سيورے نه کړې  اوس مي دَ نوم دَ توره مه یرېږه  ما درته وې چې سترګې تورې نه کړې  دَ هر پرهر نه مې نچوړ کړه وينه  خو دَ نظر پیالې نسکورې نه کړې  دَ درنو سترګو درنو زلفو مينې  هسې نه ما په زړه کمزورے نه کړې  ځان مې په څه څه لمبو ونه سېزو  ته مې دَ کوم کوم آسمان ستورے نه کړې  ما پرې دَ زړه دَ وينو رنګ ونوستو  ما دَ غزل تقاضې سپورې نه کړې دا هم وګورۍ 👇 هغه مستي هغه غورځنګ نه کوي