پښتو ټپې Pashto tapay
You are looking Pashto tapay on internet ? Here is the place you can see a lot of Pashto tapay in Pashto text
حال مې د زړۀ چاته بیان کړم
د یار بیلتون مې زړۀ کې جوړ کړل پرهرونه
❤️❤️❤️
زموږ له زړونو وینې څاڅي
کښته پنجاب کې خلک ډمې ګډوینه
♥️♥️♥️
خدای دې ډیورنډ په سیلاب یوسي
چې روژه ماتی د کابل په آذان شینه
♥️♥️♥️
یہ بھی پڑھیں
❤️
په نيمه شپه ټپې را وکړه
داغلي زړونه به دعا درته کوينه
♥️♥️♥️
په انټرنیټ دې پیغام راغې
زما د زړه په ویب سائټ هور وولګېدنه
♥️♥️♥️
پرون نیټ ورک کښې مسله وه
د بې ننګي راته وو نه کړې پېغورونه
♥️♥️♥️
پاسورډ بدل کړه ماله ې راکړه
رقیب هیکر دې رانه بیا جدا کوینه
♥️♥️
يار مي بې ننګه سړی ندی
که مي د سختي نه خبر شو را به شينه
♥️♥️
بې بې د کور کارونه غواړي
تۀ رانه غواړې پۀ نکریزو سرۀ لاسونه
♥️♥️
پۀ ما دې سپین لاسونه سرۀ کړل
د نغري ایرې به څوک جارو کوینه
❤️❤️❤️
کۀ زه خبر وی چې بيلتون دی
ما به دا ستا لارو ته نه کتل مئینه
❤️❤️❤️
زما په خپله زړهْ نرې دی
ستا غريو نېولی غږ مې زړهْ سورې کوينه
❤️❤️❤️
پۀ ما دې زر شیندلي نه دي
چې د لاټین په رڼا غواړې دیدنونه
❤️❤️❤️
ستا امریکا دې په غم سره شي..
زه سره جوړه کې انتظار درته کومه
❤️❤️❤️
په مرگ دي نه مري جانان خوږ دی
په رنځ دی پریځوي چې پوښتنې له ي ورځمه
❤️❤️❤️
د جمعې شپه ده سوال قبلیږي
د خپل ملت په حق کې پورته کړئ لاسونه
❤️❤️❤️
زما په حق کافره یاره
د بزرګۍ قیصې دې اورم اوخاندمه
❤️❤️❤️
تسبو کې دوه دوه ناروا دي
ماته روا دي یوه یار ته اړومه
❤️❤️❤️
نه زه درځم نه ته راتلی شې
جانانه چانه به دې وکړم تپوسونه.
❤️❤️❤️
په نیمه شپه کې چیغه وشوه
کوم مساپر ته به خپل کور یاد شوی وینه
❤️❤️❤️
له ســترگو اوښکې د زړه ويني څـڅوم درپسې
ياره راسـتون شـه ګنې ټول ښار نړوم درپسې
❤️❤️❤️
د زرو قدر په زرگر وي
د جونو قدر په نادانو زلمو وينه
❤️❤️❤️
چې د يار سترګې نن ماته په کاته وې
زما سترګو تاسې پوی شوئ دا يې څه وې
❤️❤️❤️
د نيمې شپې سندرې خوند کړي
څوک به ويده وي چا به يار بائللے وينه
❤️❤️❤️
🙏
یہ بھی پڑھیں
تبصرے
ایک تبصرہ شائع کریں